زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-12  |  2024-09-16  |  تازه شوی په: 2024/09/16 - 03:53:0 FA | AR | PS | EN
ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه             د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي             د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي             د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده             طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې             په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي             نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ            

تاريخ النشر: 2024/08/29 - 04:53:3
زيارة: 184
مشاركة مع الـأصدقاء

ایران پاکستان ته د ۱۸ میلیارد ډالره جریمې خبرداری ورکړ
 ایران پاکستان ته د ۱۸ میلیارد ډالره جریمې خبرداری ورکړ

انصار: (د وږی ۸ مه)، د پاکستان د حکومتي سرچینو په وینا، دغه هیواد له ایران سره ډیپلوماتیکې خبرې کوي چې د پاکستان او ایران د ګازو د پایپ لاین په اړه روانه لانجه حل کړي. دغه پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا د بندیزونو له امله لس کاله ځنډول شوې ده.

د پاکستان د حکومت یوه چارواکي  نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې ته وویل چې د پاکستان لپاره د ایران د ۱۸۰ ورځو د ضرب الاجل پای ته رسیدو ته په کتو، تهران مخکې تر دې چې د ګاز د ګډې نللکې پروژې په پلي کولو کې د اسلام اباد له لوري پر ژمنې د نه درېدو په خاطر د قضاوت محکمې ته مراجعه وکړي، پاکستان ته وروستی خبرداری لیږلی دی.

د راپور له مخې، ایران پاکستان ته خپل وروستی خبرداری اعلان کړی او ویلی یې دی چې تهران له دې پرته بله چاره نه لري چې د پاریس د قضاوت محکمې (PAC) ته شکایت وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړ چې پاکستاني چارواکو یادونه وکړه چې ایران په خپل خبرداري کې د کوم تاوان یادونه نه ده کړې او خبرداری یې ورکړی چې ممکن د رسنیو له راپورونو څخه د پاکستان پر ضد ګټه واخیستلی شي. چارواکي وایي، د دې لانجې د هواري لپاره دیبلوماتیکې هڅې روانې دي.

دا پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا له خوا د بندیزونو له امله لس کاله ځنډول شوې ده.

نیوز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په قول لیکلي"د ګاز پیرودلو قرارداد (GSPA) په ۲۰۰۹ کې د فرانسې له قوانینو سره سم لاسلیک شو، او په پاریس کې د قضاوت محکمه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف په اړه د پریکړې کولو مرجعه ټاکل شوې ده." خو د فرانسې د قضاوت محکمه د امریکا بندیزونه په رسمیت نه پېژني."

د دې پایپ لاین د جوړېدو په صورت کې به له ایران څخه د ورځې ۷۵۰ میلیون مکعب فوټه ګاز پاکستان ته صادر شي.

د بیاکتل شوی قراداد له مخې، پاکستان مکلف و چې د سږ کال له فبرورۍ څخه تر مارچ  پورې په خپله خاوره کې د پایپ لاین یوه برخه جوړه کړي.

ایران تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه تر دسمبر پورې پاکستان ته خپل دوهم قانوني اخطار ورکړی و او له پاکستانه یې وغوښتل چې د ۲۰۲۴ کال له فبرورۍ تر مارچ میاشتې پورې د ایران او پاکستان د ګازو د نللیکې د پروژې یوه برخه جوړه کړي او یا ۱۸ میلیارده ډالره جریمې ته ځان چمتو کړي.

تهران د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې اسلام اباد ته اعلان وکړ چې اراده لري دا لانجه د قضاوت محکمې ته وړاندې کړي او ګواښ یې وکړ چې د ګازو د اخیستلو تړون (GSPA) د جزا پر بند به استناد وږکړي.

لکه څنګه چې یادونه وشوه، د ګاز پیرودلو قرارداد په ۲۰۰۹ کې لاسلیک شوی او د ۲۵ کلونو لپاره اعتبار لري، او د فرانسې د قضاوت محکمه د متحده ایالاتو بندیزونه نه تاییدوي یعني دا ورته دلیل کېدای نه شي چې امریکا د دې پروژې مخه نیولې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه پروژه د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په میاشت کې بشپړه شي او د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه افتتاح شي. د لومړني تړون له مخې، پاکستان مکلف دی چې د قرارداد د جریمې د بند پر اساس د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته هره ورځ یو میلیون ډالر ورکړي.

تهران د پاکستان هغه ادعا بیا بیا رد کړې چې وایي د امریکا بندیزونه د توجیه وړ دي. عراق او ترکیه د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت له مخې د ایران ګاز کاروي او هند هم د پټرولیم محصولاتو د کارولو لپاره معافیت ترلاسه کړی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33201






*
*

*



قرأ

پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی


د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي


تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي


د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک


د ارزښت او ثبات له مخې افغانۍ د نړۍ په کچه درېیم ځای خپل کړی


پر ریللارو او ټاپي د خبرو لپاره د طالبانو پلاوی ترکمنستان ته تللی


له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۹۵٪ کمه شوې


کندهار څخه د ۱۲ زره ټنه وچې مېوې صادریدل


د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیل خبرې اترې


د ننګرهار کانال د تولیداتو د پلور مرکز کابل کې پرانیستل شو


افغانستان د سیمې هېوادونو سره لس میلیارده ډالرو پر ارزښت راکړه ورکړه لري


۷ میلیارد ډالره بشري مرسته په ۳ کلونو کې افغانستان سره


نړیوال بانک د افغانستان لپاره نوی ريیس وګوماره


دوه سوه زره افغانانو ته تېر کی د کار زمینه برابره شوې ده


افغانستان څخه تاجکستان ته د څارویو زر ټنه خواړه صادریږی


لومړي ځل د حیواناتو خوراکه تاجکستان ته صادره شوه


یوه چینایي شرکت د برېښنا پر ۳ بندونو پانګونه کوی


د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي چارې پيلیږي


له پاکستانه راستانه شوي ۹۸ زره افغان کډوالو سره نغدي مرستې شوی


امریکا: د افغانستان سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته کوو


بدری له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې پیل کړي


د هوا خرابوالی په پراخه کچه د خوراکي توکو کمښت رامنځ‌ته کولای شي


د ټاپي پروژې د چارو د پيل په اړه د ترکمنستان سفیر سره د ملا متقي خبرې


د طالبانو کابینې پر یو شمېر اقتصادی موضوعاتو بحث کړی


د ۵ میلیارده افغانیو پروژې مو منظور کړې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان